ملګرو ملتونو یو وار بیا په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستو غوښتنه کړې. د سرپرست حکومت د بیا واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، سرپرست حکومت ته په کار ده چې د نجونو او ښځو پر وړاندې په خپل چلند کې بدلون راولي. د دوی په خبره، سرپرست حکومت باید په ټولو اقتصادي فعالیتونو او هغو ضروري خدماتي برخو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي، چې ور پوري اړوندیږي. اعلامیه کې دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او ویل شوي چې اوس مهال په افغانستان کې ډېری ښځې منزوي شوي او له تېرو دوه کالو راهیسې یې حقونه تر پښو لاندې کېږي.
































