په بغلان کې د لاسي صنایعو د پراختیا په موخه د غالیو نندارتون پرانیستل شو. د بغلان د غاليو اوبدلو د اتحاديې ریيس محمد عارف غلامي ویلي چې دغه نندارتون د غالۍ اوبدونکو د ملاتړ او د هغوى د محصولاتو د بازار موندنې په موخه جوړه شوی، چې په کې د دغه ولايت اوبدل شوې غالۍ نندارې ته اېښودل شوې دي. نوموړي له سرپرست حکومت څخه وغوښتل، چې د غاليو له صنعت لا زيات ملاتړ وکړي او د بغلان غاليو ته په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې بازارموندنه وکړي. د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په بغلان کې پنځه سوه واړه او لوی د غالیو اوبدلو ورکشاپونه شتون لري. د بغلان غالۍ د خپل غوره کیفیت له امله په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري.
































