د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو د اتحادیې له لوري نن د ورېښمو لارې ترانزيټ نړيوال کلتوري نندارتون پرانیستل شو. د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال سیف الدین تائيب، وویل چې سرپرست حکومت د ولس د سر او مال ساتنې او د اقتصادي ستونزو حل ته ژمن دی، او پانګوال دې په ډاډه زړه په افغانستان کې پانګونه وکړي. د سوداګرو او پانګوالو د اتحاديې اجرایوي ریيس بسم الله الفت وویل چې په دغه نندارتون کې د بېلا بېلو شرکتونو استازو ګډون کړی او کابو ۴۰۰ غرفې لري. د نوموړي په خبره په دغه نندارتون کې د اېښودل شویو توکو شاوخوا ۹۰ سلنه يې کورني تولیدات دي. په ورته وخت کې یو شمېر پانګوالو د دغه نندارتون په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او دا ډول نندارتونونه یې د خپلو محصولاتو لپاره د بازارموندنې ښه فرصت وباله.
































