ایران او د اسلامي همکاریو سازمان له سرپرست حکومت څخه په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې. د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو ترڅنګ د اقتصادي او بشري ستونزو پر حل هم خبرې کړې دي. د ایران له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبداللهیان په دې لیدنه کې پراخ بنسټه حکومت جوړېدل له اوسنیو ستونزو څخه د افغانستان د راوتلو یوازینۍ لار بللې ده. دواړو لور دغه راز په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ستونزو پر حل ټینګار کړی.
































