پر اوکراین د روسیې له بریده راهیسې تر اوسه په دغه هېواد کې شاوخوا ۹ زره او ۵۰۰ ملکیان وژل شوي دي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تېره ورځ ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ۵۴۵ ماشومان دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې بیا شاوخوا ۱۷ زره ملکیان ټپیان شوي، چې له زرو ډېر ماشومان دي. یادې ادارې ویلي، دا جزیات وروستي نه دي او ښايي د قربانیانو شمېر تر دې هم لوړ وي. که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې څو ځلې روسیه په دې تورنه کړې چې په اوکراین کې یې د ملکي خلکو په وژلو سره یې جنګي جنایت ته مخه کړې؛ خو مسکو بیا تل دا تورونه رد کړي دي.
































