د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایرانه ۴ زره او ۸۲۰ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي، چې یاد کډوال پرون د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په دغه ټویټ کې د اسلام کلا د سرحدي امریت له قوله راغلي چې یادو بېرته راستنېدونکو کسانو کې ۸۹۶ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
































