د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه پر طالبانو اچولې ده او ویلي یې دي چې د ملکي تلفاتو اصلي عامل طالبان دي ځکه چې د ده په خبره، یادې ډلې د خلکو له کلیو او کورونو څخه د جګړې سنګرونه جوړ کړي دي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناسته کې دغه راز د بندیانو تبادلې ته په اشارې ویلي چې د طالبانو له لوري د خوشې شویو ۶۰۰ بندیانو له ډلې ۱۷۵ یي ملکي وګړي دي او په وینا یې ښایي د طالبانو هغه ادعا چې وایي دوی سره ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان دي، حقیقت ونه لري. صدیقي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې افغان حکومت د طالبانو نږدې ۴۲۰۰ بندیان خوشې کړي او د پاتې ۵۹۲ نورو هغو د سرنوشت په اړه اوس څه نه شي ویلی.
































