د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دریو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی. د دغه ولایت د ترفیکو عمومي مدیر نزیرالله عابدي وايي، چې دغه پېښه د پلخمري ښار په خواجه الوان سیمه کې د رونکس موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې، چې پکې درې کسان مړه شوي دي. عابدي زیاته کړه، چې دغه موټر له مزارشریف څخه د کندز په طرف روان و.
































