د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د محمد طیب قریشي په مشرۍ د پاکستان د علماوو له پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو، اړیکو او په سیمه کې د امنیت او ثبات پر وړاندې پر شته گواښونو خبرې کړې دي. حامد کرزي د پاکستان خلک د افغانستان د خلکو گاونډي وروڼه بللي او هیله یې څرگنده کړه چې د پاکستان حکومت به افغانستان سره اړیکې د متمدنو معیارونو پر اساس وپالي. دا پلاوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره پرون کابل ته راغلی او ویل کیږي چې سبا ورځ به هم په کابل کې وي.
































