د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د سرپرست حکومت د دوه کلنې واکمنۍ وروسته ویلي، چې نړیواله ټولنه باید افغانان هیر نکړي. ګوترېش پر خپله ټویټر پاڼه، د ښځو او نجونو په حقونو باندې د محدودیتونو لګولو په اړه هم ژوره اندیښنه ښودلې ده. د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجراییوي رییسې مېرمن سیما بحوث هم پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي. مېرمن سیما بحوث له ټولو اړوندو خواو غوښتي، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره دې ملګرو ملتونو ته لاسونه ورکړي او د هغوی غږونه، لمړیتوبونه او سپارښتنې دې وارزوي او هغو خدماتو ته دې بودجه برابره کړي، چې افغان مېرمنې ورته سخته اړتیا لري.
































