د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په لومړۍ نیمايي کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور خپور کړی دی. د یاد راپور پر بنسټ د ۲۰۲۰ کال په لومړيو شپږ مياشتو کې په هیواد ټولټال ۲۹۵۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۱۲۱۳ تنه وژل شوي او ۱۷۴۴ نور ټپيان دي. یاد کمیسیون په خپل راپور کې د ملکي وګړو ډیره پړه په طالبانو اچولې او زیاته کړې یې ده چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي وګړو له ټولې مرګ ژوبلې څخه ۴۸.۵ سلنه يې د طالبانو، ۱۵.۵ سلنه د حکومتي ځواکونو او ۲.۳ فيصده یې بیا د نړیوالو ځواکونو له خوا اوښتې ده. یاد سازمان پر ښکېلو لوریو غږ کړی دی چې د ملکي وګړو خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي.
































