د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د تاریخي ځایونو د بیارغولو خبر ورکوي. د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس د یونسکو موسسې له یو شمېر مسوولینو سره د ضحاک له تاریخي ښار څخه د لیدنې پر مهال وویل چې غواړي د یادې موسسې په همکارۍ د یاد ولایت تاریخي ځایونه بیا ورغوي. هغه زیاته کړه چې د ضحاک ښار د یونسکو په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې ثبت دی او په اوسنیو شرایطو کې د دغه ریاست لومړيتوب د یادو میراثونو ساتنه ده. د یادونې وړ ده، چې د صلصال او شهمامه بودا، د ضحاک ښار، د غلغلې ښار، د ککرک بودا، د یکاولنګ ۴۰ برج، کافرقلعه، ۴۰ ستونه مغارې، د بودا شاو خوا مغارې، د بامیانو شاهي ښار او یوشمېر نور تاریخي ځایونه دي چې له جدي ګواښ سره مخ دي.
































