د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د نوي کابل ښار پروژې د عملي چارو پیل کېدو پرانيست غونډې ته وویل چې د کابل نوی ښار به د ننني عصر له ټولو امکاناتو څخه برخمن وي او د دغې پروژې په پيل کېدو سره به ګڼو هېوادوالو ته د کار او پانګوالو ته د پانګونې زمينه برابره شي. نوموړي وویل، چې د دغه ډول پروژې په پلي کیدو سره به په اوسني ښار کې ګڼه ګوڼه تر ډېره بريده کمه شي. غونډې ته د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر وویل چې سرپرست حکومت په کمه موده کې اوچت اقتصادي ګامونه اخيستي او دا خبره يې په عمل کې ثابته کړې، چې د افغانستان ودانولو ته ژمن دی. د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي، چې د یادې پروژې ماسټر پلان به په ۱۵ کلنو کې په دوو پړاوونو کې پلي شي چې په لومړي پړاو کې به یو نیم میلیون خلکو ته ۲۵۰ زره د استوګنې کورونه شي.
































