لویه څارنوالي وایي چې یو کال کې یې د فساد لږ تر لږه ۳۸ دوسیې مستندې کړې او عاملان یې د عدلي او قضایي ارګانونو تر څار لاندې دي. د لویې څارنوالي د کنټرول او مراقبت رییس نواب احمدزی وایي، په همدې موده کې دغه راز ۵۰ دولتي کارکوونکي هم د فساد په تور نیول شوي دي. د احمدزي په خبره په نیول شویو دولتي کسانو کې د یادې ادارې ځینې څارنوالان او کارکوونکي هم شامل دي. لویه څارنوالي دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د فساد ضد نړیوال ګروپ له فساد سره د پڅې مبارزې له امله پر افغان حکومت نیوکه کړې وه او حکومت یې له فساد سره مبارزه کې په پاتې راتلو تورن کړی و.
































