ځينو لوېديځو سیاستوالو او رسنیو په دې وروستیو کې ويلي، چې د چین د اقتصادي زیاتوالي د سرعت د ورو کېدو له امله ښايي د نړیوال اقتصاد پرمختګ تر ګواښ لاندې راشي او ټکنی يې کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین په یوې خبري ناستې کې د لوېديځو رسنيو یاده څرګندونه له واقعیت سره په ټکر کې بللې ده. نوموړي د چین اقتصاد د دوامدار عادي کېدو په حال کې بللی او دا یې د نړیوال اقتصاد د پرمختګ مهم ماشین ياد کړی دی. وانګ ون بین ویلي، د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د چین د کورني تولید عمومي ارزښت ۵.۵ سلنه زیات شوی، چې دا د امریکا د اقتصادي زیاتوالي سرعت په نسبت ۳ سلنه زیات دی. نړیوال وجهي صندوق په تېرې جولای کې د نړیوال اقتصاد د وړاندوینې تازه راپور خپور کړی، چې له مخې به يې سږ کال د چین اقتصادي زیاتوالی ۵.۲ سلنې ته ورسېږي او د نړیوال اقتصاد په پرمختګ کې به یو پر درېیمه برخه خدمتونه وکړي.
































