د ایران دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې نن پنجشنبه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان سعودي عربستان ته سفر کوي.په تېر جون میاشت کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د مارچ پر میاشت د دیپلوماتیکو اړیکو له بیا پیلیدو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل لومړني سفر پرمهال له ایراني چارواکو سره وکتل.په مارچ میاشت کې ایران او سعودي عربستان د چین پر منځګړیتوب هوکړه وکړه، چې دیپلوماتیکې ناندرې پای ته رسوي او له کلونو دښمنۍ وروسته هغه اړیکې بېرته رغوي.
































