اروپايي ټولنې وايي، چې افغانستان له یوه بې مخینې بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی.دې ټولنې په یو راپور کې ویلي، د افغانستان نږدې ۲۹ میلیونه خلک د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړمن دي.اروپايي ټولنې دغه راز په افغانستان کې ځینو نورو ناخوالو ته هم اشاره کړې چې له ډلې یې له عامه ژوند او کاره د ښځو بشپړ محرومیت هم دی.
































