د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) په یو راپور کې ویلي، چې په راروان ژمي کې له افغانانو سره د مرستو لپاره ۵۷۰.۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (اوچا) په دغه راپور کې زیاته کړې، چې ددغو پیسو شاوخوا ۵۵۸.۴ میلیونه ډالر به د ژمي د موسم د چمتوالي دپروګرامونو په برخو کې په ځانګړي ډول د سرپناه د جوړولو، ګرمو جامو او کمپلو ته ځانګړي شي. اوچا ټینګار کړی، چې دا فعالیتونه باید په دریو راتلوونکو میاشتو کې ترسره شي.د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر په ټول افغانستان کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستې رسولو لپاره هدف د ځانګړو کړنلارو له مخې په لوړه کچه، منځنۍ کچه او کمه کچه د لومړیتوبونو پر اساس درجه بندې کړی دی.
































