د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، د مالي محدوديتونو له امله ښايي د دې مياشتې تر پايه د افغانستان له ۲۵ روغتونونو سره د دغې کمېټې مالي مرستې بندې شي.د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند ډېیګو الکانترا رسنیو ته ویلي، چې که څه هم موږ د حکومتي وزارتونو، تمویل کوونکو او د سازمانونو سره د روغتون د برخې د بدیل لپاره د دوامداره ملاتړ د میکانیزم د موندلو په خاطر تعامل ته دوام ورکوو، خو تمه کیږي چې د روغتونونو لپاره د سره صلیب د پروګرامونو تدریجي بندیدل به د اګست په پای کې پیل شي.ددې کمیټې ویاند زیاته کړې، چې د هغو مالي ستونزو په اړه چې د سره صليب نړيواله کميټه ورسره مخامخ ده، د افغانستان له سرپرست حکومت سره هم شریکې کړې دي.
































