د امریکا په هاوایي ایالت کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۱ ته رسېدلی دی. نړیوالې رسنۍ وايي، چې امریکا کې په څه باندې یوه پېړۍ کې د تر ټولو خونړۍ اورلګېدنې د قربانیانو شمېر ۱۱۱ تنو ته رسېدلی دی.د هاوايي ایالت په ماوي ټاپو کې د سوځېدلیو سیمو او ورانیو لاندې د مړیو او ایسارو خلکو د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
































