د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د افغانستان روغتیايی سیستم د بودیجې له سخت کموالي سره مخامخ دی.دې سازمان په یوه اعلامیه کې له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان له روغتیايي سیستم سره مرسته وکړي.په اعلامیه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو برخې ، په تېره بیا د دغه هیواد روغتیايي مرکزونو ته، چې د بندیدو له خطر سره مخامخ دي، د مرستو پر اهمیت ټینګار شوی دی.
































