د کابل په سروبي ولسوالي کې چاودنې پنځه ملکي وګړي وژلي او ۱۱ نور ټپیان دي. د سروبي چارواکي وایي چې دا پېښه نن د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده او په پایله کې یې پنځه ملکیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د سروبي ولسوال وایي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. نوموړي د پېښې پړه پر طالبانو اچولې ده خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































