وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی په دوحه کې له امریکایي لوري سره تر شوې هوکړې وروسته پر امریکایي ځواکونو هیڅ ډول برید نه دی کړی خو هغوی بیا په ګڼو سیمو کې پر دوی بریدونه کړي او په دې سره یې له شوې هوکړې سرغړونه کړې ده. اعلامیه کې د بندیانو د خلاصون پروسې ته په اشارې لیکل شوي چې امریکایي لوری باید افغان حکومت ته اجازه ورنکړي چې وضعیت نور هم د بې باورۍ خوا ته بوځي. خپرې شوې خبرپاڼه کې دغه راز په سمنګان کې پروني برید ته په اشارې لیکل شوي چې یاد برید د افغان ځواکونو د عملیاتو د شدت او د دوحې توافق څخه د سرغړونې په غبرګون کې شوی دی.
































