د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دغه خونې د یوه پلاوي په مشرۍ ۵۰ افغان سوداګرو د چين- سويلي اسيا اووم او د چين د کیونمينګ د وارداتو او صادراتو ۲۷ نندارتون کې ګډون کړی دی. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې په انلین بڼه یې خبرې کړي، ویلي، چې د دغه شان نندارتونونو جوړول کولى شي د سيمې هېوادونه له يو بل سره نږدې کړي. د سرپرست حکومت دغه چارواکي په هېواد کې دننه د بهرنیو پانګوالو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم ټینګار وکړ. په ورته وخت کې په چين کې د افغانستان سرپرست سفير د سیمې له هېوادونو په ځانګړي توګه له چین سره د عملي همکارۍ او ګډ پرمختګ لپاره په نور ډېر کار ټینګار وکړ.
































