د هېواد په ختیځ نورستان کې د کرنې او خوړو نړیوالې ادارې له لوري ۷ زره ۴۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداری رییس سلیمان ایمن وايي، چې د یاد ولایت په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې د کرنې او خوړو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ ۵ میاشتنۍ پروژې پیل شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې په یادو ولسوالیو کې د ۵۳ حوضونو او یوشمېر چکډمونو په جوړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي. د یادونې وړده، چې په یادو پروژو کې ۷۴۴۰ کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده او هرکارګر ته په ۲۰ ورځو کې ۱۰۰ امریکايي ډالر ورکول کېږي.
































