د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي په دغه ولایت کې له طبیعي ځایونو څخه د لیدنې په موخه د سیلانیانو لپاره آسانتیاوې برابروي. د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملک زاده ویلي، دوی هڅه کوي، چې له طبیعي ځایونو څخه د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب او جذب لپاره ښې آسانتیاوې برابرې کړي. د ملک زاده په وینا یاد ریاست هڅه کوي، د ګرځندوی صنعت په پراختیا سره ښاریانو ته د سیمه ییز اقتصاد د ودې ښه زمینه برابره کړي. هغه ویلي چې یاد ریاست کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د دغه ولایت ۸ طبیعي جاذبې معرفي کړې دي.
































