پاکستان تازه د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه څڅوبي سیمه کې دروازه اېښې ده.
په هغو تصویرونو کې، چې پر ټولنیزو پاڼو خپاره شوي ښکاري چې پاکستان تازه د دوربابا ولسوالۍ څڅوبي سیمه کې دروازه اېښې، خو تر اوسه افغان چارواکو پرې هیڅ غبرګون نه دی ښودلي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي او ځینې سیاسي فعالانو چې له دې سیمې لیدنه کړې اندېښنه ښيي چې پاکستان په مکرر ډول د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې پوځي تحرکات او سرغړونې لري او ددې اقداماتو پروړاندې حکومت چوپتیا غوره کړې.
د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون پر حکومت غږ کوي چې د فرضي کرښې اوږدو کې د پاکستان د تحرکاتو مخنیوي په هدف اړین ګامونه واخلي او وروستیو کې ایښودل شوې دروازه د ړنګه کړي.
په ورته مهال په ولسي جرګه کې د کونړ استازي وايي چې پاکستان د اغزن تار غځولو سربېره په صفري نقطه کې د ځنګلونو وهلو لړۍ هم پیل کړې ده.
































