د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۳ زره او ۱۵۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۵۲ زره او ۳۹۲ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۴ زره ۲۳۳ مټریک ټنه او دغه راز د تورغونډۍ بندر له لارې ۶ زره او ۵۳۴ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۶۳ زره او ۱۵۹ مټریک ټنه انتقالات کېږي. یادې ادارې زیاته کړې، چې هڅه کوي لا زیاتو انتقالاتو ته مناسبه زمینه برابره او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
































