د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په ختیځو سواحلو کې د جنګي بېړیو او یو نوي کروز توغندي له ازموینې څارنه کړې ده. د معلوماتو له مخې؛ دغه کروز توغندی له یوې پوځي کښتۍ څخه توغول شوی، چې په نویو سیستمونو سمبال دی او د رښتونې جګړې پر مهال ښه هدف ویشتلی شي. د کوریا دولتي اژانس ویلي، چې توغندی په بریا سره ازمویل شوی او مشر کېم جونګ اون یې ستاینه کړې او د خپل هېواد له ارزښتونو څخه د دفاع لپاره یې مهم بللی دی. د شمالي کوریا له لوري دغه ازموینه په داسې مهال ترسره کېږي، چې ټاکل شوې ډېر ژر د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ د دوبي ګډ پوځي تمرینات پیل شي.
































