حکومتي سرچینې وایي چې د طالبانو د غوښتنې مطابق به پاتې هغه شپږ سوه شا او خوا کې بندیان هم ژر خوشي شي ، چې دا وروستیو کې یې حکومت پر نه خوشي کیدو ټینګار کولو ، سرچینه وایي د حکومت او طالبانو یو ګډ پلاوي تیرو څو ورځو کې په ګډه د پاتې بندیانو پر دوسیو ځانګړې توګه جرمي سابقو باندې جدي کار وکړ او دې پایلې ته ګډ پلاوی نیږدې شوی چې تر راتلونکې دوشنبې د لیست مطابق ستر اکثریت بندیان آزاد کړل شي، دغه راز سرچبنه وایي چې نړیوال او په ځانګړې توګه د امریکا فشار دیته لار هواره کړې چې دواړه لوري ژر د بندیانو د آزادۍ پروسه تکمیل اوپه دې توګه بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو ته لار هواره شي.
































