د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په تهران کې افغان سفارت د پاسپورټ د وېش بهیر پیل کړی دی. یاد وزارت ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په بهر کې د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي ډول پيل شي. د یاد وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ویلي؛ د یاد فرمان پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مقام له سپارښتنې سره سم په ایران کې د پاسپورټ لپاره د افغان کډوالو د اړتیاوو د حل لپاره په تهران کې د پاسپورتونو د وېش بهیر پیل شو. دغه راز په پام کې ده، چې لومړی د پاسپورتونو د وېش بهیر هغو نويو زېږيدليو ماشومانو ته پیل شي، چې الکترونیکي تذکره یا هم د کوربه هېواد اقامتي سند ولري وېشل کیږي.































