د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د وزارت د رهبرۍ د حکم له مخې د لوګر مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو دیني مدرسو ته ۷۱۲ ښوونکي ګومارل کېږي. د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب وايي چې د لوګر ۱۵۹ دیني مدرسو لپاره څه باندې ۷۱۲ نوي ښوونکي پر دندو ګوماري. عرب زیاته کړه چې د یادو بستونو لپاره نن په مرکز پلعلم کې د پوهنې ریاست له لوري له سلګونه کسانو څخه ازموینه واخېستل شوه. نوموړي همداراز وویل، یاد کسان به په مرکز پلعلم او د لوګر په لرو پرتو ولسوالیو کې په دیني مدرسو کې د ښوونکو په توګه دنده کوي.
































