د اوبو او انرژۍ وزارت په پکتیکا کې د ۲۲ زره ۵۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۵ پروژو چارو د بشپړولو خبر ورکوي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پروژې د یاد ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې بشپړې شوې، چې په کې د استنادي دېوالونو، چکډمونو او ترینچونو جوړول او دغه راز ۴ کیلومتره په اوږدوالي د کانالونو پاک کارۍ چارې شاملې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پروژې د ان.اې.سي موسسې په مالي ملاتړ پلي شوې دي، چې په نوموړي ولسوالۍ کې به سلګونه هکتاره کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطراتو څخه خوندي او د ځمکي لاندې اوبو کچه لوړه شي.
































