د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل، اجازه نه ورکوي، چې افغانستان يو ځل بيا د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د منفي رقابتونو په مرکز بدل شي او هڅه يې دا ده چې هېواد د سيمې هېوادونو ترمنځ د سوداګريز اتصال په مرکز بدل کړو. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل چې له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکو په پايله کې د تېرو کلونو پر خلاف د افغانستان د صادراتو په ځانګړي ډول د تازه مېوو او کرنيزو محصولاتو په وړاندې خنډ نه دی رامنځته شوی او ياد توکي پرخپل وخت نړيوال مارکيټ ته رسېدلي دي. د ده په خبره سرپرست حکومت توانېدلی، چې په ډېری هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او استازولۍ د اقتصادي سټيج او افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې په غوره مرکزونو بدل کړي. نوموړي دغه راز وویل چې د بهرنيو چارو وزارت د پرلپسې هڅو په پایله کې ۳۵۰۰ افغان بنديان له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته را انتقال شوي دي.
































