ناټو یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې یې د نظامیانو حضور په شرایطو پورې تړلی دی. د ناټو سازمان د ۳۰ غړو هېوادونو له لوري په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې وروستیو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. سرچینې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې د سولې لپاره اقدامات وکړي او له ټولو هغو کړنو لاس په سر شي چې د سولې لپاره خنډونه جوړوي. د ناټو سازمان په اعلامیه کې رامنځ ته شوی وضعیت د سولې لپاره یو مهم فرصت ګڼل شوی او پر ښکېلو لورو غږ شوی چې له دې فرصت دې د جګړې د پای لپاره ګټه پورته کړي. ناټو یو ځل بیا ژمنه کړې چې دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او ملاتړ ته به یې ادامه ورکوي.
































