امریکا وايي په افغانستان کې یې له پنځو اډو خپل سرتېري ایستلي دي. د امریکا د دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې لومړی پړاو بشپړ شوی دی او په خبره یې د دوی عسکر له پنځو نظامي اډو وتلي دي. د پنټاګون ویاند جاناتن هافمن وایي دوی له پنځو نظامي اډو وتلي، اډې یې افغان ځواکونو ته پرې اېښې دي او د امریکایي عسکرو شمېر هم اته زره کسانو ته را ټيټ شوی دی. د هافمن په خبره امریکا یو ځل بیا ژمنه کوي چې افغانستان به د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي، امریکا به د ترهګرۍ ضد جګړې ته ادامه ورکوي، د افغان حکومت تر څنګ به درېږي، د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت به روان وي او همدا راز د ناټو د غړو او نورو متحدو هېوادونو ساتنه به کوي. پنټاګون دغه راز ویلي دوی هیله لري چې طالبان هم د سولې پر هوکړه عمل وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.
































