هرات کې یو شمېر بڼوال نورو هېوادونو ته د دغه ولایت د ممیزو حاصلاتو صادرېدو غوښتنه کوي. د دوی په خبره، سږ کال د انګورو د حاصلاتو کمښت له امله د ممیزو تولیدات کم شوي او په کورنیو بازارونو کې، یې بیه هم خورا ټيټه ده. په ورته مهال د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه ډاډ ورکوي، چې د دغه ولایت باکیفیته ممیز به، د سیمې او نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي. د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو پر بنسټ، تېر کال په دغه ولایت کې ۱۴ زره ټنه ممیز تولید شوي، خو سږ کال دغه شمېر له ۷ زرو ټنو څخه لږ شوی دی. هرات کې د ممیزو د کمښت اصلي لامل هم، د وچکالیو او د تېر ژمي د سړې هوا له امله د انګورو د حاصلاتو کمښت بلل شوی دی.
































