په کندوز ولایت کې د زغرو د غوړیو یو شمېر پلورونکي وايي، چې په دې وروستیو کې، په دغه ولایت کې د زغرو د تېلو تولید ډېر شوی دی. زغر غوړي په دودیزه توګه په کندوز ولایت کې تولیديږي. د کندوز یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د زغرو غوړي ښه کیفیت لري ځکه یې خلک ډېر کاروي. کندوز د هېواد په شمال کې یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د نورو بوټو تر څنګ زغر او کونځلې پکې کرل کېږي. د غوړیو د تولیدي شرکتونو مسوولین وايي، چې د دوه کاله وړاندې په پرتله د وطني غوړیو تولید ۷۰ په سلو کې ډېر شوی دی. دوی وايي، چې په کندوز کې په شاوخوا ۱۰۰ وړو او لویو فابریکو کې وطني غوړي تولیدیږي.
































