د کورنیو چارو وزارت له لوري په پکتیکا ولایت کې د چهارباران او خوشامند په نومونو دوه نوې ولسوالۍ رامنځته شوې دي. د دغو ولسوالیو له ډلې د چهارباران ولسوالۍ ۲۵ زره نفوس لري او له ګومل او اومنې ولسوالیو څخه رابېله شوې ده. د چهارباران او خوشامند ولسوالیو اوسېدونکي د دغو دوه ولسوالیو له رامنځته کېدو خوښ دي، خو د اړینو خدماتو غوښتنه کوي. دوی وایي، دغه سیمې د روغتیا، پوهنې، زراعت، مخابراتو، تګ راتګ، او نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې باید رسېدنه ورته وشي. دغه دوو ولسوالیو د رامنځته کېدو اعلان پکتیکا ته د کورنیو چارو وزارت د معین محمد نبي عمري د سفر پر مهال شوی او د سیمې خلکو ته یې ډاډ ورکړی، چې ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه وشي.
































