د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر د ایران ته د سفر پرمهال د یاد هېواد د کرنې له مرستیال وزیر مجتبی خیام او د ایران د کرنیزو څېړنو، روزنې او ترویج مرکز رییس سره کتلي دي. په دې کتنه کې د ایران د کرنې مرستیال وزیر مجتبی خیام وویل، چې دوی به له افغانستان سره د پوهنې او د نباتاتو نسلي بدلون په برخو کې مرسته وکړي. په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاء الله عمري د ایران د کرنې وزارت د مرستیال د وړاندیزونو له اورېدو وروسته د دوی له همکارۍ څخه هرکلی کړی دی. ټاکل شوې عطاء الله عمري به د دغه سفر په لړ کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو د لا پیاوړتیا او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ایران هېواد د همکاریو پراختیا په پار خبرې اترې وکړي.
































