د بادغیس ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یوشمېر ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو اووه پروژې پیل شوې دي. د دوی په وینا، دغه پروژې د یونېسف په مالي ملاتړ مرکز قلعهنو او ولسوالیو کې پیل شوي چې په لمریزې برېښنا به سمبال وي. د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله وايي چې دغه پروژې د یاد ولایت د قادس او بالامرغاب په ځینو ښوونځیو کې د ۳۷.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي دي. د نوموړي په وینا، دې پروژو کې د څښاک پاکو اوبو برابرول او څو ژورو څاهګانو کیندل شامل دي چې څه باندې ۹زره زدهکوونکو او د سیمو اوسېدونکو ته پاکې اوبه برابرې کړي. یادې پروژې د یوه کورني شرکت له لوري پلې کېږي چې شپږو میاشتو کې به بشپړې شي.
































