یوه امریکایي شرکت د کرونا ویروس د واکسین په اړه له تازه پرمختګونو خبر ورکړی دی. مادرنا شرکت وایي چې دوی څلوېښتو کسانو ته خپل واکسین تطبیق کړي دي او له کومې جدي جانبي ستونزې پرته یې ددوی په بدن کې د کرونا ضد انټي باډي تولید کړي دي. دغه شرکت وایي چې په دې اړه یې معلومات د امریکا حکومت ته ورکړي دي. د سپینې ماڼۍ د کرونا پر وړاندې د مبارزې کمېټې مشر آنتوني فاوچي هم ددې خبر هرکلی کړی دی او په خبره یې دا یو غوره اقدام دی. نوموړي رسنیو ته ویلي یو څه تحقیق ته اړتیا ده او هغه دا چې د انسان په بدن کې د انټي باډي د پاتې کېدو موده نه ده مشخصه خو سره له دې هم دا یو پرمختګ دی چې د واکسینو پایله مثبته وه. بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا وایي چې کرونا امریکا ځپلې ده او پړه یې هم پر نورو هېوادونو اچوي. دمګړی په امریکا کې د کرونا ۳۵۴۵۰۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او تر دې دمه ۱۳۹۱۴۳ امریکایان د کرونا له امله مړه شوي دي.
































