تر ټرمپ وروسته د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو یو بل مخکښ نوماند هم وایي چې د افغانستان د کورنیو ستونزو په حل کې باید امریکایي سرتېري بوخت نه وي. د امریکا د دیموکرات ګوند نوماند جوبایډن وایي طالبان او له حکومت سره یې کشمکش د افغانستان کورنۍ ستونزه ده او باید دوی یې پخپله حل کړي. هغه زیاتوي دی نه غواړي چې د نورو د کورنۍ ستونزې د حل لپاره امریکایي عسکر ولېږي. د امریکا اوسنی ولسمشر دونالډ ټرمپ هم په دې باور دی چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو خپلمنځي ستونزه ده او امریکا به په دې منځ کې د پولیس دنده نه ترسره کوي.
































