نړیوالې رسنۍ وايي، چې د هند په شمال ختیځ کې د ریل ګاډي پټلیو لپاره یو نوی چمتو کېدونکی پل نړېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.چارواکي وايي، چې داسې اندېښنه شته چې ښايي ځینې نور کسان تري تم دي. پېښه د میزورام ایالت په سیرنګ سیمه کې شوې ده.د ځايي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې د پېښې پر مهال نژدې ۴۰ کارګر د دې پل په ودانیزو چارو بوخت وو. د پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی او د هند ریل ګاډو ادارې ویلي، چې په دې هکله یې پوښتنې، ګروېږنې پیل کړې دي.
































