د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وایي، چې که د خوارځواکۍ د مخنوي لپاره په افغانستان کې لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي ۸۷۵ زره ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز ویلي، چې په دې هېواد کې په زرګونو ماشومان او د هغوی کورنۍ هره ورځ د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي او ژوند په سختۍ تېروي.
































