د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر ایران ته د سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د بوټې ژغورنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم او د مقام تخنیکي سلاکار میرویس خوږیاڼي د ایران د بوټې ژغورنې ادارې له چارواکو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د ایران د نباتي بوټې ژغورنې چارواکو د آفاتو او ناروغیو د کنټرول په موخه د لابراتوارونو فعالول، د عضوي سرو جوړولو، د صحرایي ملخانو مشترک کنټرول، د قرنطین سټیشنونو د معیاري کول، د قرنطین د څانګې د انلاین سندونو سیسټم فعالول، د کرنیزو درملو او کیمیاوی سرو د واردولو او صادرولو د کارمندانو د وړتیا لوړولو او نورو تخنیکي څانګو کې د کرنې وزارت له چارواکو سره د همکارۍ ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان د کرنې وزارت تخنیکي ټیمونو ته به په یادو برخو کې لنډ مهاله او اوږد مهاله روزنیز کورسونه برابر کړي. په همدې حال کې د کرنې وزارت د بوټې ژغورنې د ایران د بوټې ژغورنې له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د لابراتوارونو د تجهیزاتو او تاسیساتو په بیارغولو کې همکاري وکړي، چې د ایراني چارواکو له خوا منل شوی دی. د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د قوانينو په چوکاټ کې له ايران او د دغه هېواد له پانګوالو سره هر ډول تعامل او همکارۍ ته چمتو دي.
































