د اوبو او برېښنا وزارت له عوفي بهرام شرکت سره د کابل ولایت په تره خېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د توليد پروژې د پلي کولو تړون د لاسلیک خبر ورکړی دی. ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر او د عوفي بهرام د کانونو را ایستلو او پروسس شرکت د مسوول ترمنځ پرون د کابل ولایت په تره خېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه په وړتیا د لمريزې برېښنا د تولید د پروژې د پلې کولو تړون لاسلیک شو. د دغه تړون پر بنسټ به د نوموړي شرکت له يادې پروژې د چارو پيل کېدل ډېر ژر پیل شي.
































