د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون، ۸۲۷ افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته خپل هیواد ته راستانه شول. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کسانو کې ۸۱۵ تنه په خپله خوښه راستانه شوي خو ۱۳ نور د پاکستان له محبسونو خوشي شوي او افغانستان ته دیپورټ شوي دي. له راستنو شویو کسانو سره د ملګروملتو د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ایم) د ضروري شیانو مرسته کړې ده. د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه ۲ زره ۵۸۹ افغان کډوال خپل هیواد ته راغلل. په اسلام کلا کې سرحدي مسوولان وايي، چې ۱۰۶۲ تنه راستانه شوي افغانان یې د ملګروملتو د مهاجرت نړیوال سازمان ته د مرستو لپاره معرفي کړي دي.
































