د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د بودجې او مرستو د کمېدو له کبله به ۸ لکه ۷۵ زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. دې سازمان پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله بشري بحران زیات شوی او د غذايي فقر ترڅنګ د خوارځواکۍ او ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر شوی دی. د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، د ۲۰۲۱ له اګست څخه ۱۸ میلیونه او ۴ لکه افغانان بشري مرستو ته اړ شوي وو، خو د سږ کال په اګست کې دا شمېر ۲۸ میلیونو او ۸ لکو ته زیات شوی دی. د دې ادارې په وینا، که مرستې دوام ونه کړي په افغانستان کې به ۸ لکه ۷۵ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.
































