بلخ کې د قره قل پوستکي د صادراتو رياست وايي، چې سږکال یې ۴۳ زره د قرقل پوستکي ازبکستان او ترکمنستان ته صادر کړي دي. د دغه ریاست د مسوولینو په وینا ۱۰۰ زره نور پوستکي تیار دي چې فنلنډ هېواد ته یې صادر کړي. د مسوولینو په وینا د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دغه صنعت وده کړې چې سوداګرو په تېرو درېو میاشتو کې ۶۰ زره پوستکي، په دوو کارخونو کې پروسس کړي. قرقل د هغه پسه نوم دی چې ډیر ګران بیه پوستکی لري. د قرقل پوستکی له تنکیو پیدا شویو وریو څخه ترلاسه کیږي، او سوداګر یې یو پوستکی له ۵ نه تر لسو ډالرو پورې پلوري.
































